روغتیا

تاریخي پرمختګ

اوسمهال په ناروې کې د ژوند کچه لوړه ده. د ډیرو سختو (جدي) ناروغیو پر ضد درمل شتون لري او د ښېګڼو ټولنه داسې لارې چارې لري، چې هر څوک ډاکتر او درملو ته لاس رسی لري. ماشومانو ته د ډیرو ناروغیو پر وړاندې د واکسین وړاندیز کېږي.

په دې برخه کې له پخوا څخه بدلون راغلی دی او له دې کبله زمونږ ژوند هم اوږد شوی دی. هغه څوک چې د ۱۹۰۰کلونو په شاوخوا کې زېږېدل، شاوخوا ۵۵ کاله ژوند یې کاوه. په ۱۹۵۰ کال کې یوې انجلۍ تمه درلوده چې
۵، ۷۳ کاله عمر وکړي، په داسې حال کې چې یو هلک د ۷۰ کلونو د عمر تمه کولای شوه. په ۲۰۱۴ کال کې انجونی او هلکان په ترتيب سره د ۸۴ او ۸۰ کلونو عمر کولو تمه کولای شي.

په وروستیو سلو کلونو کې د عمر اوږدېدنه:

Fakta

«په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې منځنی عمر یو نسل اوږد شوی دی!» (پخوانی لومړی وزیر، ینس ستولتنبرګ)

Jens Stoltenberg, (fotograf: Bjørn Sigurdsøn, Scanpix/SMK)

LØS OPPGAVENE